راتلونکې دنیا
داکتر محمد سعید «  سعید افغاني »  لیکنه داکتر محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه

د راتلونکې  دنیا  وضعه عامضه او  خطرناکه  ښکاري۰

سیاسي  کشمکشونه ، فعالیتونه ، مانورې او تهدیدونه  ویرونکې  دي۰

پټې  د سیسې او د پردې آخوا چال  او سازش ، پلانونه ،  نقشې  او زمینې  برابرول  هیڅ  د  حساب  او کنترول  لاندې را تللی  نشي۰

افسوس ؛ بیا په دنیا  کښې د قدرت خاوندان  ببر شوي  بریښې او په  خپلو بریتو لاس  وهي ، او داسې معلومیږي  چې د دنیا  د تیرو دوه عمومـــي جهاني  جګړو اکثر ترخه  خاطرات ورڅخه هیر شوي  دي .

 

نن په دنیا  کښې تحلیلونه  که څه هم  شاید عالمانه او عاقلانه  وي ، خود  بشریت د پاره  د اخلاص بوی په کښې لږ لیدل  کیږي۰

راتلونکې  دنیا  به دخوب اوخیال  ټولې صحنې عملي کړي او دغه لرې  مسافې به  نورې هم نږدې شي۰ 

 

خو افسوس !!  چې  خطرات  د تباهۍ  په تور له ځانه  سره زیات  کړي۰

راتلونکې  دنیا کښې  به د ژوند  اوسني  مشکلات  لــــږ  وي ، خــــــو  د مینې او اخلاص  ارزښتونه  به هم لږ شي۰

راتلونکې  دنیا د راتلونکو انسانانو د پاره  د امید اوترس  دواړو قوی  مبادي د ځانه سره لري  چې  دننه باید  ورته  د محتاطانه  قدم ایښیدولو  خیال  قوې و ساتل  شي۰

 

د  ۱۳۵۵ هجري  شمسي  کال ـ  کابل


October 17th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي